په پښتونخوا کې مشهور حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی نن د پېښور محکمې مخې ته د يوه برید پر مهال ووژل شو.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې يو تن یې پر نوموړي د بريد په تور نیولی دی.
لطيف اپريدی د نيشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو او مشهورو ملتپالو سياستوالو څخه و.
هغه د نورو ملتپالو پښتنو سياستوالو په شان په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه، له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ او په پښتنو سيمو کې ېې د نا امنۍ پلانونه په روښانه ټکو نقدول.
د لر او برو پښتنو ډېرو ملتپالو ځوانانو د نوموړي وژل کیدا یوه لویه ضایعه او د پښتنو د فکري څېرو پر ضد خطرناک زنګ ګڼلی.