د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني پرون چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) خپلو منسوبينو ته د خبرو پرمهال ويلي، چې د باور جوړولو په موخه دې خپلمنځي اصلاح او زغم ته ډېره پاملرنه وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ډاکټر نجيبالله له حکومت وروسته د مجاهدينو دورې ته اشارې کړې او ويلي يې دي، چې په ياده دوره کې د مجاهدينو غلطۍ د دې سبب شوې څو نظام يې وپرځېږي. هغه پر همدې موضوع له تم کېدو سره زياته کړې، که اوسنی حکومت هم غلطۍ وکړي ښايي د تېرو مجاهدينو په برخليک اخته شي.
په ورته وخت کې حقاني يو وار بيا له هېواد څخه د باندې د تللو افغانان پر بېرته راستنېدو ټينګار کړی او ويل يې دي، چې ياد افغانان دې د خپلو مشرانو په باور هېواد ته راستانه شي.
د نوموړي په خبره، پخوانی ولسمشر حامدی کرزی، عبدالله عبدالله او ګلبدين حکمتيار هغه کسان دي چې د مشرانو په توګه په کابل کې پاتې دي او زياتوي چې بهر ته تللي افغانان دې هم د همدوی پر باور بېرته هېواد ته راستانه شي.
حقاني د نيوکې په توګه خپلو منسوبين ته ويلي، چې تل يې خلکو ته د امن او عمومي بښنې خبره کړې؛ خو په زياتوي چې په چک پاينټونو کې د امنيتي ځواکونو له لوري پر خلکو ډزې او د دوی وژل د نوموړي دا خبرې خلکو ته روغ ثابت ثابتوي.
سراجالدين حقاني خپلو منسوبين ته له زغم څخه د کار اخيستو او په خپل منځ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو لارښوونه کړې او ويلي يې، که له زغم کار وانخلي، ستونزې ښايي لا ډېرې شي.
نوموړي ټينګار کړی، منسوبينو بايد داسې کار ونه کړي چې خپل حکومت د بې باورۍ کندې ته ټېل وهي؛ ځکه د حقاني په خبره اوسنی حکومت په زياتو قربانيو ترلاسه شوی دی.