د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني وايي، تر څو راتلونکو ورځو پورې به د امنيتي ګواښونو له امله په کابل کې د پاسپور د وېش لړۍ ځنډېلي وي.
نوموړی زياته کړې چې دا مهال کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست لپاره دامنيتي تدابېرو پر روش کار کوي او زياتوي چې د يادو تدابېرو له بشپړېدو وروسته به، په کابل کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل شي.
حقاني دغه راز زياته کړې، د پنجشنبې هغه ورځ چې د اسلامي امارت ځواکونو او کورنيو ته يې د پاسپورټ اخيستنې په موخه ځانکړې شوې وه، له منځه وړې او له دې وروسته به د پنجشنبې او جمعې په دواړو ورځو کې د پاسپورټ رياست رخصت وي.
دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا يوې اوونۍ را په دېخوا په کابل کې د پاسپورټ وېشلو لړۍ د يو لړ ستونزو له امله ځنډېدلې ده، خو اوس د پاسپورټ عمومي رئيس له څرګندونو ښکاري چې دا ستونزي له امنيتي پلوه دي.