Home » افغانستان » حقاني: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هېواد او خلکو استازې ده

حقاني: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هېواد او خلکو استازې ده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو پرون چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني سره ليدلي دي.

کورنيو چاو وزارت پرون ناوخت د يادې ليدنې په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ليدنې پرمهال کورنيو چارو وزير د ملي لوبډلې هڅې او بې‌سارې لاسته راوړنې وستايلې.

خبرپاڼه زياتوي، چې سراج‌الدين حقاني د کرکټ ملي لوبډه د لوبو په برخه کې د افغانستان او افغانانو استازې بللې ده. هغه ټينګار کړی چې ملي لوبډله دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د اوس او تېر په څېر دې د افغانستان مثبت انځور نړيوالو ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم د حقاني له هڅونې مننه کړې او ډاډ يې ورکړی، چې په راتلونکي نړيوال جام کې به د ولس د خوشالولو په موخه ښې لوبې ترسره کړي.

ټاکل شوې په راتلونکي اکټوبر کې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام پيل شي او افغان لوبډله به هم د يوې پياوړې لوبډلې په توګه په يادو سياليو کې د ګډون په موخه اسټراليا ته سفر وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...