د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقانی پرون شنبه د (چنګاښ په ۲۵مه) د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د محصلانو له لوري جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې له نړيوالې ټولنې يو ځل بيا د مثبت او مشروع تعامل غوښتنه وکړه.
حقاني څرګنده کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍ سره اقتصادي او ډيپلوماتيکو اړيکو ته چمتو او لېوال دى او په خبره يې افغانستان به له دې پرته په هېڅ صورت نړۍ ته د ګواښ ادرس ونه اوسي.
حقاني سيمه او نړۍ له افغانستان سره د دوه اړخيزه مشروع اړتياو د پوره کولو لپاره، د رسمي اړيکو رغولو او پاللو ته راوبلل.
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د امريکا له لوري د افغانستان نهه ميليارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ پر ژر ازادولو هم ټينګار وکړ او د دې بنديز دوام يې ناعادلانه وباله.
د افغانستان سرپرست حکومت تل ټينګار کړی چې له نړۍ سره سياسي او اقتصادي تعامل ته پوره چمتووالی لري او نړۍ دې هم ورسره تعامل وکړي. که څه هم واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو نږدې کال پوره کېږي؛ خو تر اوسه د هېڅ کوم هېواد له لوري يې حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.