Home » سیمه او نړی » حزب الله: د نصرالله له احتمالي ځایناستي سره د جمعې له ورځې راهیسې اړیکه پرې شوې

حزب الله: د نصرالله له احتمالي ځایناستي سره د جمعې له ورځې راهیسې اړیکه پرې شوې

د حزب الله یوې جګپوړې سرچینې د شنبې په ورځ د تلې په ۱۴ مه اعلان کړی، چې د حزب الله د وژل شوي مشر سید حسن نصرالله له احتمالي ځایناستي هاشم صفی الدین سره د جمعې له ورځې راهیسې د اسراییلو د هوايي برید له امله اړیکه پرې شوې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دا برید چې ویل کېږي د بیروت په جنوب کې د ځمکې لاندې پټنځای کې هاشم صفی الدین په نښه شوی و، د حزب الله په وړاندې د اسراییلو د پراخو عملیاتو د یوې برخې په توګه ترسره شوی.

د لبنان امنيتي سرچينو هم تاييد کړې، چې د بيروت په جنوبي څنډه کې د حومه او ضاحیه په سيمه کې د اسراييلو هوايي بريد د مرستندويه ځواکونو د رسېدو مخه نيولې ده.

د حزب الله دغه چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «له سید صفی الدین سره د بیروت په جنوبي څنډو کې له خونړیو بریدونو وروسته اړیکه پرې شوې ده.»

خو د فرانسې خبري اژانس د راپور په غبرګون کې حزب الله په یوه بیان کې اعلان کړی چې په دې اړه یې کوم رسمي نظر نه دی خپور کړی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...