Home » افغانستان » حبيب‌الله اغا د پوهنې وزارت سرپرست او محدوم عالم د غزني امنيه قومندان ټاکل شوی

حبيب‌الله اغا د پوهنې وزارت سرپرست او محدوم عالم د غزني امنيه قومندان ټاکل شوی

په حکومت کې دننه د يو لړ تازه ګمارنو او بدلونو له مخې، د کندهار د علماوو شورا رئيس مولوي حبيب‌الله اغا د مولوي نورالله منير پر ځای د پوهنې سرپرست وزير ټاکل شوی دی.

حکومت د دې بدلونو لامل نه دی روښانه کړی خو ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې هغه لېسټ خپور کړی، چې د مولوي هبت‌الله اخندزاده له لوري تازه ګمارل شوي او يا هم يوې بلې دندې ته بدل شوي دي.

د ياد لېسټ مخې، د پوهني وزارت مخکينی سرپرست نور الله منیر د مرکزي دارالافتاء رئیس، قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مخکينی غړی مولوي ضیاء الرحمن مدني د تخار والي، د تخار مخکينی والي محمد اسماعیل راسخ د جوزجان امنیه قومندان، د لغمان مخکينی امنیه قومندان فیصل مختار د نورستان دوالي مرستیال، مخدوم عالم چې څو مياشتې وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی هم و، د غزني امنیه قومندان، مولوي نجیب الله بدخشي د لغمان امنیه قومندان او د کندهار ښار اوومي امنیتي حوزې مخکينی امر مولوي نور الباقي احمد د سپین بولدک د کمېسار په توګه وټاکل شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...