Home » دسته‌بندی نشده » حامد کرزی:ځینې هېوادونه د افغانستان په مسایلو او سوله کې د مداخله هڅه کوي
رویداد خبري آژانس

حامد کرزی:ځینې هېوادونه د افغانستان په مسایلو او سوله کې د مداخله هڅه کوي

پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې هندو ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د سولې روانې پروسې ته ټول افغانان هیله من دي او تمه ده چې دلته د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

هغه همدا راز د سولې له پروسې سره د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه بللې ده خو په خبره یې ځینې هېوادونه د افغانستان په مسایلو او سوله کې د مداخلې هڅه کوي.

هغه د پاکستان په اړه ویلي چې دغه هېواد پر افغانستان د نفوذ لرلو په لټه کې دی، خو دغه خوب دې هېر کړي ځکه افغانان هېڅوخت د بل نفوذ نه غواړي او چا ته ددې کار اجازه نه ورکوي.

حامد کرزي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي چې افغانان له افغانستان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي خو تر څنګ یې دلته ثبات او سوله راتلل هم د هر افغان هیله ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...