پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا له NPR راډيو سره خپله تازه مرکه کې ويلي، که څه هم په کابل کې د يوه ازاد وګړي په توګه اوسي؛ خو په لومړيو کې د خپل امنيتي خونديتوب په اړه سخت اندېښمن و.
نوموړي څرګنده کړې، دا اندېښنه د طالبانو له لوري نه بلکې په خبره يې ځيني هېوادونه او په ځانګړې توګه په پاکستان کې دننه ځيني عناصر شته چې وېره يې ترې احساسوله.
د نوموړي د دې اندېښنې ترڅنګ کرزی په هېواد کې د جګړې ختمېدو او د امنيت ټينګښت ته هيلهمندي ښيي. نوموړي په هېواد کې ناسم اقتصادي وضعيت ناورين بللی او د دې ترڅنګ يې له هېواد څخه د افغانانو وتل سخت ناورين او د ټولو لپاره شرم ياد کړی دی او ټينګار يې کړی چې طالبان بايد دا هر څه سم کړي.
پخوانی ولسمشر وايي، د جګړې پرمهال د امريکا له لوري ملکيانوته د مرګ ژوبلې په اوښتو اوس هم غوسه دی او زياتوي، هغه مهال يې په مکرره توګه امريکايانو ته ويلي چې پر عامو خلکو يې بمبار کړی؛ خو په خبره يې دوی د نوموړي دا باور ردوه.

کرزي له امريکا غوښتي، چې په افغانستان کې ترسره کړې تېروتنې په سالم ډول بېرته اصلاح کړي او د افغانستان کنګل کړې شتمني هم بېرته ازاده کړي.
حامد کرزي له اېن پي ار سره په مرکه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ اړيکو که ته هم اشاره کړې او ويل يې دي، له کومو طالب مشرانو سره چې نوموړي ليدلي، ټول يې له امريکا سره د غوره اړيکو لرلو ته لېوال دي. خو کرزي ټينګار کړی چې له امريکا وړاندې بايد طالبان په کوردننه داسې څه ترسره کړي، چې په هېواد کې د پرمختګ او د خلکو د باور تر لاسه کېدو سبب کېدای شي.

نوموړي د ياد باور د ترلاسه کولو په موخه د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکول يو مثال ياد کړی او د همدې پر دوام يې زياته کړې، دنجونو پر زدهکړو د بنديز دوام له امله وېره لري، چې هسې نه افغانستان بېرته څو لسيزه شا ته وګرځول شي.
کرزي خبرداری ورکړی که افغانستان په دې توګه څو لسيزې شاته وګرځول شي، نو په اوس کې به افغانان د تېرو لسيزو په پرتله خورا سخت او ناسم حالت ته ټېل وهل شي.
کرزي زياته کړې، چې نړيوالو ته د افغانستان ښه راتلونکي د تثبيتولو او په دې برخه کې د قناعت ورکولو په موخه اړتيا ده، چې طالبان بايد د ده په څېر کوم چا ته دا فرصت برابر کړي څو نړيوال ته د قناعت په توګه ووايي، چې افغانستان د راتلونکي لپاره ښه لور ته روان دی او د ملاتړ مستحق دی.
د مرکې په اړه د اېن پي ار په راپور کې ويل شوي، چې کرزی دا مهال بهر ته سفر نه شي کولی او يوازې په کابل کې ازادي لري او بس.
اېن پي ار د امريکايي چارواکو د هغې ادعا په تړاو چې له تېرو لاسته راوړنو خونديتوب په طالبانو کې د منځلارو مشرانو په شتون سره ممکن دی ويلي، چې دا مهال افغانستان هر څه له لاسه ورکړي دي.