حامد کرزی وایي، طالبان دې د پردیو له اغیز ځان وباسي، او اوربند دې وکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او اوربند وکړي.
هغه له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي امریکا د افغان سولې لپاره هڅې پيل کړې دي او دوی یې هرکلی کوي.
د نوموړي په وینا، افغانان هیله لري چې دا بهیر په صادقانه، عاقلانه او ښه توګه مخ ته یوړل شي څو په افغانستان کې د لسیزو جګړې ختمې کړي.
ښاغلي کرزي پر طالبانو غږ کړی چې د پردیو له اغېز ځان وباسي، سوله وکړي، اوربند ته تیار شي او په دې ټوګه له نورو افغانانو سره په ګډه د خپل هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.
حامد کرزي روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او ټینګار یې کړی چې په داسې حساسو شرایطو کې باید د بهرنیو ځواکونو وتل هم مسوولانه وي.