Home » افغانستان » حامد کرزی: د بهرنیو راتګ وروسته،امریکا په لوی لاس طالبان جګړې ته اړ کړل
رویداد خبري آژانس
د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی

حامد کرزی: د بهرنیو راتګ وروسته،امریکا په لوی لاس طالبان جګړې ته اړ کړل

د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ناکامه وه.

حامد کرزي له راشا ټوډې سره په تازه مرکې کې ویلي، چې د وسله والو طالبانو له سقوط او افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له راتګ وروسته، ډېرو طالبانو سوله ییز ژوند غوره کړ، خو د نوموړي په خبره، امریکا دوی په زور جګړې ته اړ کړل.

کرزی زیاتوي، امریکا هغه مهال له ځینو سیمه ییزو عناصرو سره په ګډه د طالبانو پر کورونو بریدونو ته دوام ورکړ، له همدې کبله دوی اړ شول چې هېواد پرېږدي او بېرته وسله‌والې جګړې ته مخه کړي.

نوموړي دغه راز پر چین، روسیې، هند، ایران او نورو سیمه‌ییزو قدرتونو هم غږ کړی،چې په افغان سوله کې خپل رغنده رول ولوبوي او په سیمه کې د امریکا د ناوړه پلانونو پر وړاندې ودرېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...