د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي بهرنیانو د افغان سولې له بهیر ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې ده.
نوموړي نن په کابل کې د سولې یوې غونډې ته وویل،د جګړې دواړو لورو ته پکار ده چې دغه بهیر له پروژهتوب وباسي او ملي بهیر ته یې واړوي.
ښاغلي کرزي دغه راز د سولې روان بهیر باید ملي شي او مشري یې دې د افغانانو لاس ته ولوېږي: بهرنیان افغانستان ته سوله نهشي راوستی، ځکه دوی ټول خپلې ګټې لري، نو دا د افغانانو کار او مسوولیت دی چې په دې حساسو شرایطو کې خپلې ګټې وپالي او یو موټي شي.
هغه د خپلو خبرو پرمهال له طالبانو وغوښتل چې راشي او بامیانو کې د سولې روان مذاکرات پرمخ یووسي.
که څه هم د افغان حکومت د مرکچي ډلې یو شمېر غړي په دوحه کې دي، خو اوږده موده شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې په اړه کومه ناسته نه ده شوېږ