حامد کرزی وايي، طالبان او حکومت دې دواړه له جګړو او بریدونو لاس واخلي.
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه تازه مرکه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.
مخکیني ولسمشر په خپلو خبرو کې ویلي طالبانو هم جګړې شدیدې کړې دي، عامه تاسیسات ورانوي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، پر وړاندې یې افغان حکومت هم جګړې شدیدې کړې دي، هوايي بریدونه کوي او په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.
د نوموړي په وینا دواړو لورو ته په کار ده چې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او اوربند ته سره ورسېږي.
حامد کرزي ټینګار کړی چې جګړه د حل لار نه ده او د جګړې له لار به هېڅ لوری هم بریا ته و نه رسېږي.
هغه همدا راز هیله من دی چې د قطر مذاکرات ژر تر ژره یو هوکړې ته ورسېږي او دلته د روانې خونړۍ جګړې د ختمېدو سبب شي.
پخواني ولسمشر دغه راز د افغان حکومت د وروستۍ غوښتنې په تړاو چې ګواکي د بین الافغاني مذاکراتو پاتې برخې دې په افغانستان کې ترسره شي ویلي، چې دا ښه خبره ده خو ګومان نه کوي چې دمګړی دې دې کار ته شرایط برابر وي، ځکه په دوحه کې یوازې افغانان په مذاکراتو نه دي بوخت بلکې هلته د امریکا په ګډون د ځینو نورو هېوادونو ديپلوماتان او استازي هم حضور لري.