پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبه د (چنګاښ په ۶مه) د هېواد له یو شمېر مخورو او د پوهنتونونو استادانو سره ليدلي دي.
په دې ليدنه کې ګډونوالو د دې ترڅنګ چې په هېواد کې د زدهکړې او تعلیم پر ستونزو خبرې وکړې، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو هم ټینگار وکړ.
ګډونوالو همداراز په هېواد کې د تلپاتې سولې تامین او پرمختگ په تعلیم او ملی يووالي او اتفاق کې نغښتی وباله او زياته يې کړه چې دې هدف ته د رسېدو لپاره زيار او نرمښت ته اړتيا ده.
له دې سره پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانیستلو ټينګار کړی. نوموړي له دې وړاندې هم په وار وار له سرپرست حکومت غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې ژر پرانيزي.