Home » افغانستان » حامد کرزي د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ د بيلولو پرېکړه رد کړه

حامد کرزي د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ د بيلولو پرېکړه رد کړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا هغې پرېکړې په اړه دريځ نيونه کړې، چې د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ په تړاو يې کړې ده.

حامد کرزي نن پنج‌شنبه د (وږي په ۲۴مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د امریکا متحده ایالاتو هغه پرېکړه چې د افغانستان بانک کنګل کړای شوې شتمني یې په دوو برخو ویشلي مخکې هم رد کړې او اوس یې هم نه مني.

نوموړي ټينګار کړی، چې یاده شتمني بايد په مکمله توګه د افغانستان د خلکو د ملي خزانې په توگه محفوظه وساتل شي.

کرزي زياته کړې، د امریکا هغه تصمیم چې په اساس یې په سويس کې د افغان فنډ په نوم صندوق جوړېږي څېړي او تر هر اړخیزو مشورو وروسته به خپل دريځ څرگند کړي.

د امريکا پر تازه پرېکړه نيوکې دا دې، چې د افغانستان شتمني يې ويشلې او غواړي په دې توګه ياده شتمني حيف و ميل او د افغانيو دغه پشتوانه له منځه لاړه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...