Home » فرهنګی او ټولنیز » حامد کرزي تېره ورځ د احمدشاه بابا د اشعارو دیوان سرور دانش ته دالۍ کړ
رویداد خبري آژانس

حامد کرزي تېره ورځ د احمدشاه بابا د اشعارو دیوان سرور دانش ته دالۍ کړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون چهارشنبې د سپتمبر۲۴ (تلې۴) د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محترم استاد سرور دانش سره وکتل.

په دغه کتنه کې سربېره پر دې چې د افغانستان د سولې د پروسې او د دغې پروسې د کامیابي په باب هر اړخیزې خبرې وشوې، دواړو لورو د ملي اتحاد او اتفاق پر لا ډېر تحکیم ټینګار وکړ.

ښاغلي دانش د افغانستان تاریخي افتخارات او ویاړلي مشران د افغانستان د ټولو خلکو ګډ میراث وباله او د هغوی عزت او احترام یې د دې خاورې د هر وګړي وظیفه وبلله.

د دغې کتنې په پای کې حامد کرزي د احمدشاه بابا د اشعارو دیوان ښاغلي دانش ته ډالۍ کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...