د افغانستان مخکېنی ولسمشر حامد کرزی وايي له روسیې وروسته په ترکیه کې د سولې جوړېدونکې غونډه د افغان جګړې پایته رسولو لپاره خورا مهمه ده خو د دې لپاره چې د ښکېلو لوریو تر منځ یو جامع توافق رامنځ ته شي باید دواړه اړخونه پکې له پوره چمتووالي سره برخه واخلي.
حامد کرزي د ترکیې له انادولو آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د ترکیې غونډه یو بل مهم فرصت دی خو په وینا یې اړتیا ده چې، له دې غونډې وړاندې افغان لوری د یوه جامع توافق لپاره ټول مهم مسایل نهايي کړي.
کرزی وايي ښکېل لوري باید په غونډه کې توافق ته د رسېدو په نیت ګډون وکړي.
نوموړی وايي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار بین الافغاني توافق دی او همدا د سولې لپاره تر ټولو ښه اساس دی ځکه، بهرنۍ موافقې افغانستان ته سوله نشي راوړلی.
کرزی وايي که طالبان ونه غواړي چې د اوسني حکومت برخه شي، نو باید په داسې لارو چارو غور وکړي چې افغانان سولې ته ورسوي.