Home » افغانستان » جي شینکر:سبا له امریکا سره د افغانستان په اړه جدي خبرې لرو
رویداد خبري آژانس

جي شینکر:سبا له امریکا سره د افغانستان په اړه جدي خبرې لرو

دهندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر وايي د افغانستان په اړه به له امریکا سره جدي خبرې کوي.

جي شینکر په تازه څرګندونو کې ویلي چې سبا یې له خپل امریکایي سیال سره په نوي ډهلي کې ګوري او په دې لیدنه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

د نوموړي په خبره افغانستان ددې لیدنې د بحث مهمه موضوع ده او هند هڅه کوي په جدي توګه د افغانستان په اړه له امریکا سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هند ویلي وو چې په افغانستان کې روانه جګړه بوږنوونکې ده او نړیوالو ته په کار ده چې ددغه جګړې په ختمولو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

امریکايي رسنۍ هم وایي چې جنوبي اسیا او افغانستان د هند او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د بحث مهم موضوعات دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...