د نړۍ لويو اقتصادي قدرتونو يا G20 هېوادونو پرون د (تلې په ۲۰مه) په افغانستان کې د روان بشري او اقتصادي وضعيت په اړه ځانګړې غونډه وکړه. دې غونډه کې د اېټاليا لومړي وزير ماريو درکي چې د يادې غونډې کوبهتوب يې کاوه ټينګار وکړ، چې افغانستان له بشري پلوه له يوه سخت حالت تېرېږي او اړتيا ده چې مالي مرستې ورسره وشي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن بيا په افغانستان کې د داعش ډلې تحرکاتو او احتمالي ودې په اړه يې اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې د ترهګرۍ مخنيوي په موخه بايد پر افغانستان د نړۍ پام وي.
د جي شل هېوادونو په دې غونډه کې د اکثرو هېوادونو استازو خبرې وکړې او د ګډ دريځ له مخې يې واضېح کړه چې له افغانستان سره تازه مرسته د طالبانو تر مشرۍ لاندې د يوه حکومت د رسميت پېژندلو په توګه بايد تلقي نه شي.
په دې غونډه کې ګډونوالو هېوادونو ټولټال د ۱ مېليارډ ډالرو د مرستې ژمنه وکړه چې پر بشري اړتياوو به ولګېږي.
له دې ژمنې سره سم امريکا ويلي چې دا مرستې په مستقيمه توګه طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې د نړيوالو ادارو پر مټ به په افغانستان کې ولګول شي.