د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو په لندن کې د خپلې سرمشريزې پرمهال د افغانستان پر روان وضعيت هم بحث کړی او د جګړې ختمولو په موخه يې له ښکېلو اړخونو په ځانګړې توګه له وسلهوالو طالبانو او دغه راز له افغان حکومت غوښتي، چې د دايمي اوربند لپاره دې عملي اقدام وکړي.
د سرمشريزې ګډونوالو هېوادونو ټينګار کړی چې د افغانستان سولې اړوند ټول اړخونه دې د سولې په پروسه کې په اساسي توګه شامل شي او زياته کړې يې ده چې د افغانستان موجوده ستونزې حل د سياسي جوړ جاړي له لارې ممکن دی.
جي۷ هېوادونو په يوه وار له افغان دولت د خپل دوامداره ملاتړ په اړه ژمنتيا ښودلې او ډاډ يې ورکړی چې په افغانستان کې امنيتي او بشري اړتياوې، د ښځو، ځوانانو او لږکيو حقونو چې په سختۍ تر لاسه شوي، د ساتنې هڅې چټکې کړي.
جي۷ سرمشريزه روانې جون مياشتې په ۱۱ پيل او د همدې مياشتې تر ۱۳مې يې دوام وکړ. په دغه سرمشريزه کې د معمول په څېر ډېر تاکيد پر ګڼ ميليتي شرکتونو د مالياتو پر وضعه کولو وشو.