Home » افغانستان » جو بایډن: وخت رارسېدلی چې افغانستان کې جګړه د تل لپاره پای ته ورسوو
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

جو بایډن: وخت رارسېدلی چې افغانستان کې جګړه د تل لپاره پای ته ورسوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او اوس ددې وخت دی چې له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي.

جو بایډن د امریکا د کانګریس دواړو مجلسونو ته له ولسمشر کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د ګڼو نړیوالو او ملي مسایلو تر څنګ د افغانستان مسئلې ته هم اشاره کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل: “وخت د دې راغلی چې افغانستان کې جګړه د تل لپاره پای ته ورسوو او خپل سرتېري امریکا ته راستانه کړو”.

نوموړي وویل چې د امریکا ستره موخه په افغانستان کې د القاعده او اسامه له منځه وړل وو چې دوی په دې موخه کې بریالي شوي او اوس ددې وخت دی چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

هغه پر دې هم ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. بایډن همدا راز ویلي چې د سرتېرو ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و او ددې وخت دی چې سرتېر یې بېرته کورونو ته ستانه شي او په دغه هېواد کې روانه بې پایه جګړه ختمه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...