امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر، جو بایډن د امریکا د معاصر تاریخ تر ټولو ناوړه ولسمشر پېژندل شوی دی.
د راپورونو له مخې چې د دې پایلې لامل د جو بایډن ډېر عمر، له افغانستان څخه د وتلو طریقه او مکسیکو سره د پولې ستونزو د رایه اچوونکو ترمنځ د اندېښنو پیدا کول بلل شوي دي.
د ویلو ده چې په دې سروې کې ۱۴ سلنې خلکو بایډن د امریکا په دوو غوره ولسمشرانو او ۴۴ سلنې خلکو بیا په دوو تر ټولو ناوړه ولسمشرانو کې غوره کړی دی.