د امریکا ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه (د وري ۵مه نېټه) د اروپایي اتحادیې د مشرانو په ویډیویي کنفرانس کې کډون کوي.
دا له ۲۰۰۹ میلادي کال را په دې خوا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر د دې اتحادیې په سرمشریزه کې برخه اخلي.
د اروپايي شورا رئيس شارل مېشل دوه ورځې وړاندې وویل، د اروپايي شورا غونډه کې د جوبایډن هرکلي ته لېوال دی.
په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا ولسمشرله اروپا سره د اړیکو ښه کېدو ته لېوالتیا لري.