د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، چې امریکا باید په شلمه پېړۍ کې له هغو ګډوډیو درس واخلي، چې د نژادونو ترمنځ پېښې او د عاموژنې لامل شوې.
بایډن په شلمه پېړۍ کې دا عاموژنه د خپل تاریخ تر ټولو ناوړه پېښه وبلله او په خبره یې چې امریکا باید هغه نژادي ګډوډي هېڅکله هېره نه کړي.
د امریکا ولسمشر دا خبرې په اوکلاهوما کې د «تولسا» نژادي عاموژنې د سلمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې.
د معلوماتو له مخې چې د ۱۹۲۱م د مې په ۳۱ او د جون په ۱ نېټه د تولسا په نژادي ګډوډۍ کې د ۲۶ تورپوستو په ګډون ۳۶ امریکایان ووژل شول، چې په ځینو تاریخونو کې دا شمېره د افریقایي الاصله امریکایانو په ګډون ۳۰۰ تنه یاد شوي دي.
دا هغه پېړۍ وه چې د نژادي تبعیضونو له امله پکې له ۱۰ زرو زیات کسان کور پرېښودلو ته هم اړ شول.