د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه به په عراق کې د داعش پر وړاندې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي او په دې توګه به امریکا په بشپړه توګه په عراق کې د جګړو له ښکېلتیا ووځي.
هغه همدا راز ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت او امریکا دغه مسوولیت پر ځای کړ.
بایډن همدا راز ویلي چې د ماموریت له ختمېدو سره جوخت به یې په عراق کې پوځي حضور هم پای ته رسېږي او امریکایي ځواکونه به له دغه هېواد وځي.