Home » افغانستان » جوزجان کې ماین چاودنې ۱۴ کلن هلک وژلی

جوزجان کې ماین چاودنې ۱۴ کلن هلک وژلی

د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی دی.

په همدې ولسوالۍ کې په بله چاودنه کې یو د پاخه عمر سړی او یو شپږ کلن ماشوم زخمیان شوي دي.

چاودنې د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه شوې ده.

د منګجیک ولسوال، مطیع‌الله احسال پرون (د جون ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل: “په دواړو ځایونو کې وسله‌والو طالبانو د حکومتي ځواکونو موټرو ته ماینونه ایښي وو.

په جوزجان کې چارواکو ویلي چې تر دې وړاندې ۶ ملکي وګړي د مردیان په ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ماین په چاودنه کې ووژل شوو.

وسله‌والو طالبانو په منګجیک ولسوالۍ کې د چاودنې په اړه خبرې نه‌دي کړي، خو په مردیان ولسوالۍ کې په چاودنه کې یې لاس لرل رد کړی و.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...