د امریکا متحده ایالاتونو منتخب ولسمشر جوبایډن د شکرانې ادا کولو په مراسمو کې ویلي چې امریکا له ویروس سره په جګړه کې ده، نه له یو بل سره.
ښاغلي یایډن دا خبره په داسې مهال کې کوي چې امریکا د ژمي پر سختیو سربېره د کورونا وبا له ډېرېدونکې څپې سره مخامخېدونکې ده.
جوبایډن د امریکا له خلکو غوښتي چې هغه لیدنې کتنې بندې کړي، چې د کرونا ویروس د خپریدو زمینه برابروي.
ښاغلي جوبایډن زیاته کړه کرونا وبا امریکا متحده ایالاتونو ځپلې ده، زموږ منځ کې یې بې اتفاقي اچولې ده او د یو او بل پرضد کړي یې یو.
دا په داسې حال کې ده چې میلیونونه امریکایان د روغتیايي سپارښتنو خلاف بیلابیلو ځایونو ته سفرونه کوي، خو بیا هم د تېر کال په نسبت سږ کال سفرونه لږ شوي دي.
په دې هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر په لوړیدو دی.
راپورونه وايي چې په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو شمېر له ۲۶۰ زرو تنو څخه پورته دی.