Home » سیمه او نړی » جوبایډن د ډیموکراټ ګوند په استازولۍ د ځان پر ځای د خپلې مرستیالې د نوماندېدو وړاندیز وکړ

جوبایډن د ډیموکراټ ګوند په استازولۍ د ځان پر ځای د خپلې مرستیالې د نوماندېدو وړاندیز وکړ

د امریکا ولسمشر، جو بایډن د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ تېر او خپله لومړۍ مرستیاله کاملا هاریس یې د ځان پر ځای ټاکنو ته وړاندیز او ملاتړ یې ترې اعلان کړی دی.

هغه پرون (یکشنبې، د چنګاښ ۳۱مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د امریکا د بیا ځلي ولسمشر په توګه یې د ټاکل کېدو هوډ درلود، خو اوس په دې باور دی چې دا پرېکړه به یې د ډیموکراټ ګوند په ګټه وي.

بایډن زیاته کړې چې د ډیموکراټ ګوند او خپل ملت د یووالي او همدارنګه د ډونالډ ټرمپ ناکامۍ ته هڅه کوي.

نوموړی داسې مهال له خپل نوماندۍ تېر شوی چې هغه د ډیموکرات ګوند د غړو تر سخت فشار لاندې و، ځکه چې په وروستیو اوونیو کې د ډونالډ ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې کمزوری وبرېښېد.

که چېرې ۵۹ کلنه هاریس د ډیموکراټ ګوند له خوا د سږ کال ټاکنو ته معرفي شي، نو دا به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تور پوستې ښځه وي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي.

بلخوا د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د جو بایډن له یادې پرېکړې هرکلی کړی دی.

اوباما دغه راز اندېښنه ښودلې که ټرمپ بیا ځلې ولسمشر شي، نو امریکا او ډیموکراټانو ته به ناوړه پایلې ولري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...