Home » سیمه او نړی » جوبایډن: امریکا کې د کرونا ضد ۱۵۰میلیونه ډوزه واکسین ویشل شوی
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جوبایډن

جوبایډن: امریکا کې د کرونا ضد ۱۵۰میلیونه ډوزه واکسین ویشل شوی

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي،د ده د حکومت د کار له پیله تر اوسه پورې په امریکا کې د کرونا ویروس ضد ۱۵۰ میلیونه ډوزه واکسین ویشل شوی دی.

جو بایډن پرون سې شنبه (د وري ۱۷مه نېټه) ماسپښین په سپینه ماڼۍ کې همدا راز وویل چې تر ټاکل شوې نېټې دوه اوونۍ مخکې یعنې د روان اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه به د کرونا ضد عمومي واکسیناسیون پیل شي.

ده په دې اړه تر وینا وړاندې د ویرجنیا ایالت په الکساندریې ښار کې د واکسیناسیون یو مرکز له نژدې ولید.

د وروستیو شمېرو له مخې، تر اوسه پورې په امریکا کې تر ۱۶۷ میلیونه ډېر خلک د کرونا پر ضد واکسین شوي.

لږ تر لږه په سلو کې ۴۰ امریکایانو دوه ډوزه واکسین کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...