د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې چې له روسیې سره په جګړه کې له امریکايي وسلو استفاده وکړي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې دا کار د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د واشنګټن نوې پالیسي ښيي.
د ویلو ده چې بایډن دا پرېکړه داسې مهال کړې چې دوې میاشتې وروسته (د جنوري ۲۰مه) له واک ګوښه کېږي.
امریکا له نږدې دریو کلونو راهیسې له اوکراین سره بېلابېلې نظامي مرستې کړې دي.