د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون چهارشنبه ناوخته د (وري په ۳مه) د بلجيم پلازمېنې بروکسېل ته رسېدلی او دغلته ته به د ناټو له غړيو هېوادونو سره پر روسيې د نورو اضافي اقتصادي بنديزونو وضعه کولو په اړه سلا مشورې وکړي.
بلجيم ته د سفر پرمهال بايډن ويلي، هڅه به وکړي چې د اوکراين د ملاتړ لپاره پر مسکو د نورو اقتصادي بنديزونو د وضعه کولو او دغه راز د اوسنيو لګول شوو بنديزونو د سختولو په برخه کې نړيواله ټولنه د ځان ملګرې کړي.
نوموړي دا نه ده واضيح کړې چې پر مسکو به د امريکا او متحدانو يې نوي احتمالي اقتصادي بنديزونه څه ډول وي؟ خو ويل يې دي، چې پر مسکو د اقتصادي بنديزو زياتولو لارې د روسيې کمزورې کول غواړي څو پر اوکراين له بريد څخه لاس په سر شي.
له دې سره د ناټو عمومي منشي يس ټولټبرګ پرون چهارشنبه ويلي، چې ناټو سازمان ښايي د پنجشنبې په ورځ په خپله فوقالعاده غونډه کې له اوکراين سره پر مالي مرستې سربېره د يو لړ پوځي مرستو هم اعلان کړي.
خو دا چې اورپايي هېوادونه د نفتو له پلوه خپله ۴۰ سلنه اړتيا له روسيې پوره کوي، د نړيوالو اقتصادي شنونکو په باور ښايي پر مسکو د بنديزونو په برخه کې له امريکا د تمې وړ مرسته او همغږي ونه کړي.