Home » سیمه او نړی » جواد ظریف حوثي یاغیانو ته: له عربستان سره مذاکراتو ته کېنئ
رویداد خبري آژانس
د ایران د نهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

جواد ظریف حوثي یاغیانو ته: له عربستان سره مذاکراتو ته کېنئ

ایران په یمن کې حوثي یاغیان هڅولي چې له سعودي عربستان سره مذاکرات پيل کړي.

د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د حوثي یاغیانو له لوړپوړي مرکچي سره کتلي دي او له نوموړي یې غوښتي چې جګړې کمې کړي او له سعودي عربستان سره مذاکراتو ته کېني.

دده په خبره د یمن جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او حوثیان باید پر دې خبره باوري وي.

حوثیانو هم ویلي چې دوی به له سعودي عربستان سره مذاکراتو ته ادامه ورکوي او د ایران له مرستو یې هم مننه کړې ده.

په یمن کې د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو په وسیله نیابتي جګړه روانه وه، خو اوس عربستان له ایران سره د اړیکو جوړولو په لټه کې دی چې ښايي دغه ډول اقدامات یې لومړنۍ مقدمې وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...