Home » سیمه او نړی » جنوبي وزيرستان کې پر پوستې د بريد له امله پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

جنوبي وزيرستان کې پر پوستې د بريد له امله پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پاکستاني ځواکونو پر امنيتي پوسته بېګاه شبه د (لړم په ۱۷مه) وسله‌وال بريد شوی او په نتيجه کې يې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې بريد شاوخوا يوه بجه د واڼه اړوند په رغزۍ نومې پوستې پيل شو او د څو ساعتونو لپاره يې دوام وکړ.

په واڼه کې امنيتي سرچينو منلې، چې د بريد په ترڅ کې دوه پوليس وژل شوي او د پوستې اړوند ګڼ نور پوليس ټپيان دي. خو ځايي اوسېدونکي بيا په پوسته کې د وژل شوو پوليسو شمېر له دې زيات ښيي.

دې سرچيني ويلي، چې د نښتې په جريان کې د پاکستاني پوځيانو مرسته ورسېدلې او له هغې وروسته نښته مهار شوې ده. تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې په جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستې د بيګاني بريد مسووليت نه دی منلی.

له دې وړاندې هم پر پاکستاني ځواکونو ورته خونړي بريدونه شوي خو مسووليت يې کومې ډلې نه دی منلی. د وزيرستان په شمول په ګڼو قبايلي سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان ډله فعاله ده او په دې سیمو کې وخت ناوخت پر پاکستان ځواکونو مرګوني بريدونه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...