په جنوبي وزيرستان کې پرون سېشنبه ناوخته د (غويي په ۶مه) پر پاکستاني پوځيانو د وسلهوال بريد ترڅ کې لږ تر لږه د ۲ پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بريد تائيد کړی ويلي يې دي، چې د خپلو دوو پوځيانو په وژل کېدو سره يې وسلهوالو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې بريد مسووليت د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستی او په ترڅ کې يې ګڼو پاکستاني پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
له دې سره ځايي اوسېدونکي سرچينو بيا رسنيو ته ويلي، چې د يادو پوځيانو پر وژل کېدو سربېره ۴ تنه پوځيان په دې پروني بريد کې ټپيان شوي هم دي.
په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو په قبايلي سيمو کې خونړي بريدونه زيات شوي او په ترڅ کې پاکستاني پوځيان لوړه ځاني بيه پرې کوي.