Home » سپورټ » جنوبي افریقا د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې دویمه لوبه هم وګټله

جنوبي افریقا د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې دویمه لوبه هم وګټله

د کرکټ ۲۰۲۴ کال نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر –۸ مرحلې کې جنوبي افریقا خپله دویمه لوبه هم وګټله او نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته د تګ لپاره یې خپل مزل لا اسان کړ.

د انګلنډ لوبډلې تر پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

جنوبي افریقا په شلو اورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل.

تر ټولو ډېرې منډې د جنوبي افریقا د سر لوبغاړي، کوینټین ډیکاک وکړلې.
هغه په ۳۸ توپونو ۶۵ منډې وکړې او لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

جنوبي افریقا د سوپر -۸ په مرحلې کې خپله لومړۍ لوبه د متحده ایالاتو څخه ګټلې وه او د دې پړاو وروستۍ لوبه یې یکشنبه، جون ۲۳مه د وېسټ انډېز سره ده.

د جمعې ورځې په دویمې لوبې کې بیا وېسټ انډېز وکولای شو په خورا اسانۍ، متحده ایالاتو ته ماتې ورکړي.

امریکا په دې لوبه کې په شلو اورونو کې وېسټ انډېز ته د ګټلو لپاره د ۱۲۹ منډو هدف ورکړی و چې د لوبې په ۱۰.۵ اورونو کې پداسې حال کې پوره شو چې د وېسټ انډېز یوازې یو لوبغاړی سوځیدلی و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...