د امریکا پخواني جنرال جوزف ووټل وایي پاکستان تر دې دمه د افغان جګړې په ختمولو کې اړینه همکاري نه ده کړې.
د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني قوماندان جنرال جوزف ووټل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي پاکستان په افغانستان کې د جګړې له ختمولو سره اړینه همکاري نه ده کړې او په دې برخه کې یې رښتینو هڅو ته اړتیا ده.
د ووټل په خبره پاکستان که په رښتیا په افغانستان کې د جګړو ختمول غواړي نو تر هر څه وړاندې دې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه له منځه یوسي او د سولې په برخه کې دې هڅو ته ادامه ورکړي.
هغه همدا راز ویلي پاکستان دې د طالبانو پر مشرانو فشارونه راولي څو دوی سولې ته حاضر شي او له جګړو لاس په سر شي.
تر ووټل وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی او ویلي یې دي چې د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري نه کوي.