Home » افغانستان » جنرال اجمل عمر: له داعش سره د افغان سرتېرو يو ځای کېدل دروغ دي

جنرال اجمل عمر: له داعش سره د افغان سرتېرو يو ځای کېدل دروغ دي

د افغانستان د مخکينيو وسله‌والو ځواکونو وياند جنرال اجمل عمر شينواری وايي، د افغانستان امنيتي ځواکونو د ځينو سرتېرو په اړه هغه راپورونه چې ګواکې له داعش ډلې سره يو ځای شوي، مطلق دروغ دي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان مخکيني سرتېري په هېڅ صورت له داعش ډلې سره فکري تړاو نه لري او له همدې کبله د له يادې ډلې سره د دوی پيوستون ممکن نه دی.

جنرال اجمل عمر شينواري دا ډول راپورونه يوازې اوازې بللې او په خبره يې دغه اوازې د حقيقت پر بنياد نه دي ولاړې.

له دې وړاندې ځينو بهرنيو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې په کې ويل شوي وو، د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ځيني سرتېري د داعش له ډلې سره يو ځای شوي او د طالبانو خلاف جګړه کوي.

خو اسلامي امارت هم هماغه مهال ياد راپورونه رد کړل او ويې ويل چې د افغانستان وسله‌والو ځواکونو هېڅ سرتېری د داعش له ډلې سره نه دی يو ځای شوی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...