په جلال اباد ښار کې د تورو ښيښو د پاکولو کمپاین پیل شو.
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزی وایي، د درېیمې حوزې امر ذبیح الله مسلمیار په مشرۍ یې پولیسو د یادې حوزې په مربوطاتو کې جدي کمپاین پیل کړی او د هغه موټر چلوونکو تورې ښيښې سپینیږي چې د خبرتیاوو سره،سره یې تورې ساتلې وې .
ستانکزي یو ځل بیا له ننګرهار میشتو څخه غوښتي چې د خپلو موټرو ښيښې سپیني کړي او که په ښار کې ولیدل شي، نو د پولیسو له لورې به ماتې کړای شي، بیا د شکایت حق نلري.