د ننګرهار چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند الفت مېنې سیمه کې د ولسي تړون ملی پروګرام لخوا د نږدې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو، فرعي سړکونو او پلچکونو جوړولو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو د ګټې اخیستنې پر مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل:” یادې پروژې د اول او دویم ګذر له لورې تطبیق شوي چې په کې څه باندې ۴ نیم کیلو متره په اوږدوالي دویمه درجه سړک، ۴۰۴۲ متره په اوږدوالي ویالې، ۳۱۳ متره اوسپنیزې کانګریټي ویالې، ۲۰ پلچکونه، ۳۳ نیم متره استنادي دیوال او د ښځو د ژوند د پیاوړتیا په موخه د لاسي صنایعو پروژه شامل دي.”
امرخیل وایي چې دغه پروژې شاوخوا یو کال په موده کې د ۲۶۷۸۴۰۰۰ افغانۍ په مالي لګښت بشپړي شوي چې په یو وخت کې ترې ۲ نیم زره کورنۍ ګټه اخیستلی شوي.