د جلال اباد ښار کې د یوه ځانمرګي په ګډون د داعش ډلې څلور مهم غړي وژل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاني وایي، چې بیګا شپه ملي امنیت ځانګړې قطعې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ختیځ زون لپاره د داعش ډلې د هدفي وژنو او ځانمرګو حملو تنظیمونکی او برید ته چمتو شوی ځانمرګي په ګډون یې د داعش څلور غړي وژلي دي.

همداراز د داعش لپاره د نغدو پیسو تنظیموونکي هم وژل شوی دی.
د خوګیاني په وینا، امنیتي ځواکونو غوښتل چې یاد کسان ژوندي ونیسي، خو دوی لومړی د میرمنو، ماشومانو او له نږدې کورونو څخه د سنګر په توګه ګټه واخیسته، چې وروسته یې مقاومت پیل کړ، خو د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د تکتیکي او مهارانه عملیاتو په ترڅ کې یاد څلور واړه کسان ووژل شول او بل چاته کوم زیان ونه رسید.

همدا راز له دوی څخه عیار شوي چسپکي او ریموټ کنترول ماینونه، چاودیدونکې توکې،مرمۍ، ریموټونه، نغدې پیسې، هندي ریکشا او یو عراده کرولا موټر هم ترلاسه کړي دي.