بهرني رسنۍ لیکلي چې د جرمني چارواکو په رسمي توګه خبر ورکړه چې ۱۲ تنه د جوماتونو باندې د بریدونو او د مسلمانانو د وژلو په تور نیولي.
جرمني چارواکي وايي چې دغې ډلې د بریدونو پلانولو په وخت کې له یو بل سره لیدل.
په دغه کسانو کې یو تن يي د وسلو د اخیستو لپاره ۵۰ زره یورو پورې د مرستې وعده هم کړې وه.
د جرمني چارواکو زیاتوي اوس مهال له دوي سره ۱۱ تورن کسان موجود دي او د یو بل تن د نیولو هڅې روانې دي.