جرمني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هېواد په سوېلي وورزبرګ ښار کې يوه بريدګر پر خلکو د چړې بريد کړی او ۸ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د چارواکو په خبره، پېښه پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۴مه) رامنځته شوې او په ترڅ کې يې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې د پوليسو په حواله ويل شوي، بريد د يوه ۲۴ کلن سوماليايي کډوال له لوري شوی او چې له نيول کېدو سم د رواني درملنې په موخه روغتون کې بستر شوی.
پوليسو ويلي چې د تېرې ورځې د پېښې ټول ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.
د پوليسو د مالوماتو له مخې، د جرمني حکومت له لوري ياد سوماليايي وګړي ته د پنا له ورکولو وروسته، نوموړی له ۲۰۱۵ کال را په دېخوا په ووزربرګ کې اوسېده.
پوليسو ويلي چې د پېښې په تړاو څېړنې دوام لري، خو تر اوسه يې د نوموړي کس نوم او نور مشخصات نه دي په ډاګه کړي.