د جرمني پولیسو د پنجشنبې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) وویل، اووه کسان یې د ترهګریزو بریدونو د پلان کولو په تور نیولي چې د اسلامي دولت (داعش) له ډلې څخه یې الهام اخیستی و.
د جرمني لویې څارنوالۍ پنجشنبه (۶ جولای) خبر ورکړ چې د دوی په وینا د “اسلامي سخت دریځو یوه اووه کسیزه ترهګره ډله یې نیولې چې غوښتل د داعش لپاره یو لړ داسې بریدونه تر سره کړي چې د ټولو پام ور واړوي او په عمومي اراوو اغیز وکړي. “
لویې څارنوالۍ ویلي نیول شوي کسان “سخت دریځې مسلمانان” دي چې جرمني کې د ترهګرې ډلې په جوړولو رسما تورن شوي او دوی د تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان وګړي دي.
د جرمني دوچلې خبري چینل د معلوماتو له مخې جرمني کې د نیولو شویو اوو کسانو په ډله کې پنځه یې د تاجکستان وګړي دي.
لویې څارنوالي بیان کې راغلي چې پر اوکرایین د روسیې له جګړې لنډه موده وړاندې دوی جرمني ته راغلي او هلته یې یوه ترهګره ډلګۍ جوړه کړې وه. ویل شوي چې د دې ډلې په تړاو په نېدرلنډز (هالنډ) کې هم یو تن له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیول شوی.