د جرمني شپېګل مجلې په يوه تازه مطلب کې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکي جرمني ته په زياته پيمانه د افغان کډوالو پر ورتګ بنديز لګوي.
په راپور کې ويل شوي، چې دا پرېکړه د جرمني د کډوالو له اړوند ادارو سره په همغږۍ د نوموړي هېواد د کورنيو چارو وزارت له لوري شوې ده.
د شپېګل د راپور پر بنسټ په دې اړه نوې پرېکړې له مخې، هر کال يوازې ۵زره افغان کډوال جرمنې ته دننه کېدای شي او له دې زياتو افغانان کډوالو ته به د دې اجازه ورنه کړل شي، چې د دغه هېواد خاورې ته دننه شي.
د جرمني حکومت د اټکل له مخې، له هغې وروسته چې د تېر ۲۰۲۱ ميلادي کال په اګسټ کې طالبانو په افغانستان کې بيا واک ونيو، شاوخوا ۱۹زره افغان کډوال جرمني ته ورغلي دي.