Home » افغانستان » جرمني لومړۍ وزيره او د قطر امير په خپلو کې د افغانستان پر وضعيت غږېدلي

جرمني لومړۍ وزيره او د قطر امير په خپلو کې د افغانستان پر وضعيت غږېدلي

د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل او د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني په  خپلو کې نن پنج‌شنبه د (لړم په ۱۳مه) په افغانستان کې د روان سياسي او بشري وضعيت په تړاو خبرې کړې دي.

ناطولي خبري اژانس د جرمني لومړۍ وزيرې د وياند سټيفان سيبرټ له لوري د يوې خپرې شوې خبرپاڼې په حواله ويلي، دواړو مشرانو په افغانستان کې د وضعيت او له افغانانو سره د لازمو همکاريو په اړه پر ټليفون مفصل بحث کړی دی.

په راپور کې که څه هم د خبرو جزيات نه دي ورکړل شوي، خو زياته شوې د ميرکل او د الثاني د خبرو عمده تمرکز په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت و.

د جرمني لومړۍ وزيره او د قطر امير داسې مهال په خپلو کې د افغانستان وضعيت په اړه خبرې کوي چې دامهال افغانان له خراب اقتصادي وضيعت او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

په افغانستان کې لوږې ته په پام سره د خوړو نړيوال سازمان خبر ورکړی چې له پلان سره سم د دغه سازمان له لوري له سروې شويو افغانانو سره د مرستې په موخه ۲سوه ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...