Home » سیمه او نړی » جرمني له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایران څخه ووځي

جرمني له خپلو اتباعو غوښتي چې له ایران څخه ووځي

د جرمني حکومت په ایران کې له خپلو میشتو اتباعو غوښتنه کړې چې له دغه هېواد څخه دې ووځي او همدا راز د جرمني حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت هم تمدید کړی دی.

د راپورونو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت (جمعه، د لړم۱۱مه) دغه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په ایران کې ډېر جرمني وګړي خپل ځانونه د ایراني حکومت له لوري د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوي.

تر اوسه د ایران حکومت د جرمني د یاد اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

د جرمني حکومت داسې مهال دغه اقدام کړی، چې څو ورځې وړاندې په ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایراني الاصله جرمني وګړي له اعدام وروسته د جرمني حکومت په ‌دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.

شارمهد تورن و، چې په متحده ایالتونو کې د تندر په نوم د سلطنت غوښتونکو د یوې ډلې مشري کوي او د شېراز په حسینیه کې په یوه بمي برید کې هم لاس لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...