افغانستان کې د جرمني د همکاریو څانګه وايي چې د داوړو هېوادونو حکومتي پلاوي نن چهارشنبه (تله۹ سپټمبر۳۰) کلنۍ ناسته کوي.
د دغې څانګې چارواکي وايي چې یادې ناستې کې چې له ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کیږي، افغانستان سره به د شااوخوا ۴۲۰ میلیونه یورو مرسته اعلان شي.
کابل کې د جرمني د همکاریو د اړیکو یو ویاند احمد شاه احمد په دې اړه یوې رسنۍ ته وویل: “په دې کلنۍ غونډې کې به د افغانستان د مالیې وزارت او د جرمني د اقتصادي براختیا وزارت چارواکي سره خبرې وکړي.”
د جرمني همکاریو د چارواکو په وینا دغه هېواد افغانستان کې دویم تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی چې له ۲۰۰۹ زېږدیز کال راهیسې یې ۴،۵ میلیارډه امریکايي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
دغه مرستې بېلابېلو ملکي برخو کې مصرف شوي دي. نیږدې ۲ میلیارډه ډالر د سولې په راوستلو کې، ۱،۳ میلیارډه د ښې حکومتوالۍ، یو میلیارډ د ښاري او اقتصادي پراخیتا او پاتې نورې یې د بشري مرستو په برخې کې دي.
جرمني تر ډېره د افغانستان په شپږو شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري. بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان او سمنګان په دغو ولایتونو کې شامل دي.
د امریکا د متحده ایالتونو وروسته جرمني په افغانستان کې دویم پراخ نظامي حضور هم لري چې اوس مهال یې ۱۳۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې مېشت دي.