د جرمني بهرنيو چارو وزيرې انالينا بايربوک له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې چې تازه خپره شوې، د افغانستان په اړه د امريکا او خپلو لوېديځ متحدانو پرېکړه ناسمه بللې ده.
نوموړې ويلي، د يادو متحدانو ناسمه پرېکړه د دې سبب شوه، چې په افغانستان کې وضعيت خراب او کړکېچن شي. بايربوک زياته کړې، چې متحدانو يې د يادې پرېکړې له امله افغانستان په يوه شېبه کې له ناورين سره مخ کړ او ميليونونه افغانان يې يوازې پرېښودل.
نوموړې په افغانستان کې پر اوسني بشري وضعيت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ويلي، چې دامهال په افغانستان کې د نړۍ پرمخ د ښځو له حقونو تر ټولو زياته سرغړونه دوام لري.
بايربوک ويلي، چې جرمني په اوس کې پر عامو افغانانو زيات تمرکز کوي؛ د اځکه چې د نوموړې په خبره په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو سره، په دې هېواد کې د ښځو او نجونو ژوند په ټپه ولاړ دی او ترې هر ډول بشري حقونو اخيستل شوي دي.
بايربوک دا هم ويلي، چې جرمني له طالبانو سره اړيکي نه لري؛ خو عام افغانان به هم په هېڅ صورت له مرستو محروم نه کړي. نوموړې زياته کړې، چې په افغانستان کې ناورين ته په پام به جرمني له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دا لومړی وار دی چې د ناټو دغه مهم غړی د افغانستان په اړه د خپلو متحدانو له پرېکړې نارضايتي ښيي او دا پرېکړه د افغانستان د ناورين لامل بولي.