Home » افغانستان » جرمني د ملګرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکیو د طالبانو وروستی کار بنديز غندلی

جرمني د ملګرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکیو د طالبانو وروستی کار بنديز غندلی

په افغانستان کې د جرمني سفارت د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه غندلی دی.

دغه سفارت نن سهار په خپل ټویټر کې لیکلي: “دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.”

د جرمني سفارت زیاته کړې چې، په افغانستان کې اړو کسانو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه خورا مهمه ده.

په افغانستان کې د جرمني سفارت ویلي، دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کوي، چې په دې برخه کې نور ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ ښځې د دوی په دفترونو کې کار کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سه‌شنبې په ورځ له خپلو څه باندې درې زره نارینه او ښځینه افغان کارکوونکو وغوښتل چې تر اته څلوېښتو ساعتونو پورې دندو ته ولاړ نه‌شي.

خو دې دفتر د چهارشنبې ورځې په بیان کې وویل دا مهلت نامعلومې مودې ته غځېدلی او له ټولو کارکوونکو یې غوښتي چې تر دویم اعلان پورې دې کار ته نه‌ځي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...