د جرمني بهرنيو چارو وزيرې انالينا بېربوک وايي، په افغانستان کې ط.البان په ناسمه لار روان دي او زياتوي چې د دوی دا کار د عامو افغانانو په ګټه نه دی.
نوموړې نن سېشنبه د (غبرګولي په ۱۷مه) په اسلاماباد کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري سره د ګډ خبري کنفرانس پرمهال وويل، چې طالبان په غلط لوري روان دي او په خبره يې د دوی ناسمې تګلارې د دې لامل شوي، چې عام افغانان له ستونزو سره مخ شي.
له دې سره د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي، چې طالبانو دې له نړۍ سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورين اوس هم په لوړه کچه روان دی او اړتيا ده چې د مهارولو لپاره يې د افغانستان کنګل شوې شتمني بېرته ازاده شي.
په دې خبري کنفرانس کې د جرمني او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو په يوه خوله وويل، چې افغانستان له بشري ناورين سره مخ هېواد دی او اړتيا ده چې نړيوال عام افغانان هېر نه کړي.